په هرات کې د غلو ديو بانډ نيول کيدل او دشهيدو پوځيانوله کورنيو سره مرسته

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
دوه تنه غله د هرات ښار د څلورمې امنيتي حوزې د پوليسو له خوا ونيول شول .
دغه کسان ګل احمد او عبدالله نوميږي او هغه وخت ونيول شول چې د پوليسو لارښوونو ته يې پاملرنه ونه کړه او وتښتيدل چې د دغې حوزې د پوليسوله خوا له دريو تومانچې سره ونيول شول .
دغه راز يوتن بل له يوي پلاستيکي تومانچې سره غوښتل چې د يوه کور مالونه لوټ کړي؛ نيول شوى او تر څارنې لاندې دى .
د هرات ولايت امنيه قوماندان له هراتيانو څخه غواړي چې دغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د وسايطو او مالونو په لوټولو لاس پورې کړي .
د يوبل خبر له مخې: د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ بشردوستانه مرستې د پوليسو د شهيدانو په کورنيو وويشلې شوې .
د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدلمجيد چې په دغومراسموکې يې برخه لرله؛ دشهيدانو دکورنيو، معلولينو او معيوبينو د ژوندانه چارو نه پاملرنه يومهم او ګټور کار وباله ز او له بشرپالو کسانوڅخه يې وغوښتل چې د امکان تر پولې پورې دې له دغه شان کسانو سره د مرستې لپاره د همت ملا وتړي .
په دغو مرستوکې وريجې، غوړي او حبوبات شته چې د هرات د امنيه قوماندان او د پوليسو د رهبري هيئت له خوا د پوليسو د ځواکونو د شهيدانوپه کورنيو  وويشلې شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته