کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
هرات ته د نويو ځواکونو له رسېدو سره جوخت د هرات ښار له شاوخوا سيمو څخه د طالبانو د شړلو په خاطر عمليات ګړندي شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ له دې سره جوخت د کورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معين په مشرۍ د ځانګړو ځواکونونو پوځيان له مرکز څخه د طالبانو د ځپلو په موخه هرات ته رسېدلي دي. د ولسي مقاومت جبهې ځواکونه هم د زياتېدو په حال کې دي.
ويل شوي دي چې ولسي ځواکونو د ملي اردو ځواکونو ترڅنګ د هرات په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو په ځپلو لاس پورې کړی دی.
په هرات کې پوځي مسوولينو او ولسي ځواکونو ډاډ ورکړى دى چې ډېر ژر د عملياتو په ترسره کولو سره د هرات ښار د شاوخوا امنيتي کمربندونو حالت بدلون مومي.
ويل کېږي وسله والو طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي دي او له خلکو څخه د انساني ډال په توګه استفاده کوي په همدې دلیل چاڼيز عمليات په ډېر احتياط سره پرمخ ځي.
ختم-ج-ا
3 1 دقیقه لوستل