کابل / د چنګاښ ۲۸ / باختر
یو وسله وال طالب په هرات ښارکې غوښتل پرپوځيانو ډزې وکړي ، ونیول شو.
دغه طالب نن سهارغوښتل د هرات ښارپه کاریزک ساحه کې پر پوځیانو برېدوکړي چې دپوځيانو له لورې تپي او ونیول شو
د هرات د امنیې قوماندانۍ د رسنیودفتر باخترآژانس ته وویل چې دغه طالب د سرتېرو د ترور نیت درلود خو بریالی نشو.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
-ع