کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
په هرات ولايت کې ددوو راکټي بريدونو مخه ونيول شوه .
درارسيدلو خبرونوله مخې، دوه توغندي چې دبريد په مقصد په ګذرې ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوي و ، دامنيتي ځواکونوله خوا کشف شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل: طالبان غوښتل په ګذرې ولسوالۍ کې په دولتي تاسيساتو راکټي بريد وکړي . خو بريالي نه شول
ددغې تروريستي ناوړه پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ