په هرات کې د شاتو حاصلات زيات شوي دي

کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
په هرات کې د تېر کال په نسبت د شاتو حاصلات زيات شوي دي.
د شمېرنو له مخې؛ سږکال د هرات د مچيو له فارمونو څخه څه دپاسه ۲۰۰ ټنه شات ترلاسه شوي دي، په داسې حال کې چې دغه شمير تېرکال ۱۵۰ ټنه و.
اوس په هرات کې د شاتو مچيو د روزنې۶۰۰ فارمونه فعاليت کوي او په دغه فارمونو کې زرګونو کسان په کار بوخت دي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ محصولاتو خونې رييس حاجي بشيراحمد بهادري د مچانو د روزنې د فارمونو زياتوالي او د شاتو د ترلاسه کولو له نويو لارو چارو سره د فارمونو د کارګرو بلدتيا په دغه ولايت کې د شاتو د زياتوالي اصلي علتونه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات د کرنې او د مالدارۍ محصولاتو د خونې رييس او غړي او د مچانو د روزنې اتحاديې غړي د هرات له والي سره په کتنه کې له هغه څخه وغوښتل چې د شاتو پر وارداتو د تعرفې په لګولو سره د هرات د توليدي شاتو ملاتړ وکړي.
هغوى د ګاونډيو هېوادونو د بې کيفیته شاتو واردات د مچانو د روزنې د فارمونو د زيانونو اصلي دليل وباله.
د هرات والي په دې کتنه کې له کورنيو توليداتو څخه پر ملاتړ په ټينګار سره له خلکو څخه وغوښتل چې د هرات له توليدي شاتو څخه زياته استفاده وکړي.
د هرات والي له ديني عالمانو او د رسنيو له کارکوونکو څخه هم وغوښتل چې د مچانو د روزنې د فارمونو د ملاتړ په خاطر دې د مچانو د فارمونود اتحاديې له محصولاتو څخه استفاده وکړي.
د هرات شات په عالي کيفيت او ښه خوند سره په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې زيات پېردونکي لري.
اوس نړۍ ته له ځمکنيو لارو او هوايي دهليزونو څخه د افغانستان د صادراتو د کچې له کمښت وروسته د هرات زياتره شات په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي.
همدا اوس د هرات يو کيلو شات په بازارونو کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ افغانيو پورې پلورل کېږي.
ختم- ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته