په هرات کې د سولې له پروګرام سره د يوې دولس کسيزې ډلې يوځاى کيدل

کابل باختردلړم دمياشتې څوارلسمه :
يوه دولس کسيزه ډله وسله وال طالبان په هرات ولايت کې د سولې له بهيرسره يوځاى شول .
ددغې ډلي افراد چې د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتوکې په دولتي ضد وسله والو فعاليتونوبوخت وو؛ ژمنه وکړه چې وروسته له دې د امنيت په ټينګښت کې همکاري کوي .
دهرات والي سيد فضل الله وحيدي هم د سولې له بهير سره ددغو کسانو له يوځاى کيدوڅخه په هرکلي سره وويل: سيمه ييزه اداره هلې ځلې کوي چې د سولې له بهيرسره يوځاى شويوکسانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي .
وحيدي له نورو وسله والو طالبانو څخه هم وغوښتل چې له تاوتريخوالى څخه لاس واخلي .
ويل کيږي دغه کسان په تيرو څو کلونوکې دهرات _ شينډنډ دلارو په اوږدوکې په نا امنۍ لاس پورې کاوه اوخلک يې ځورول .
دهرات د سولې دکميټې يومسوول وايي: دغه دولس کسيزه ډله دملا نادر په مشرۍ له تتوتريخوالى څخه لاس اخيستى دى.
مولوي غلام سرور وويل چې دغه ډله خپلې دولس سپکې او درندې وسلې هم د سولې بهير ته سپارلې دي .
داپه داسې حال کې ده چې د سولې دکميټي دجوړولو له پيل څخه تراوسه پورې يو زرو څليرويشت تنه له تاوتريخوالى څخه لاس اخيستى دى.