امنیت

په هرات کې د زلمي رسول او استاد سياف په انتخاباتي مرکزونو د بريدعاملين ونيول شول

کابل باختر د وري دمياشتې ١ نيټه :
دوه تنه په هرات ولايت کې د جمهوري رياست د نوماندانو ډاکتر زلمي رسول او د استادعبدالرب رسول سياف په انتخاباتي مرکزونو د بمونو د غورځولو په اړوند ونيول شول .
په دغوکسانو تورلګول شوى دى چې په انتخاباتي مرکزونو د بمونوپه غورځولو په ورانکارو بريدونو سره نظم او امنيت ګډوډ کړي.
د هرات ولايت د پوليسو يو مسوول باخترآژانس ته وويل: دغه کسان په شينډنډ ولسوالۍ کې د زلمي رسول او عبدالرب رسول سياف په انتخاباتي مرکزونو د لاسي بمونو د غورځولو په تور ونيول شول.
د هرات پوليسو د دغو افرادو نومونه فيروز احمد او مردان چې د شينډنډ  ولسوالۍ د زيرکو د بخت آباد د سيمې اوسيدونکي اعلام کړى دى.
دغه کسان له هغه وروسته چې د عبدالرب رسول سياف په انتخاباتي مرکز لاسي بم وغورځاوه د تيښتې په حال کې دپوليسو له خوا ونيول شول .
دا په داسې حال کې ده چې د هرات د انجيل ولسوالۍ د جغرتان په کلي کې دجمهوري رياست  د نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله په انتخاباتي کمپاين يولاسي بم وغورځول شو او څو ډزې وشوې چې د سر زيان يې نه دى اړولى.
ويل کيږي د انجيل  پوليسو په دې باب پراخې څيړنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته