په هرات کې د روميانو معياري فارم جوړ شو
کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هرات کې د روميانو د يو فارم د جوړولو خبر ورکړ.
د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دغه فارم مسوولينو ويلي دي چې د روميانو دغه ستر فارم په دغه ولايت کې په ١٠٠ جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.
په دغه فارم کې له اصلاح شوي تخمونو او د اوبولګولو له پرمختللي سيستم څخه استفاده شوې ده.
د دغه فارم د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ په دغه فارم کې کرل شوي تخمونه په هر هکتاره ځمکه کې له ١۵٠څخه تر ٢٠٠ مټريک ټنو پورې د حاصلاتو وړتيا لري.
ختم-ج –ا