کابل باختردوري دمياشتې ٢٧نيټه :
د روزنتون او دارلايتام يو ه ودانۍ چې د خوافي دتجارتي شرکت په مرسته په هرات ښارکې جوړه شوې وه نن د هرات ولايت د کاراو ټولنيزو چارو رياست ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ په څلورو پوړونو کې د پنځوسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده چې، جومات ، ليليه ، د ډوډۍ خوړلو سالون ، درسي او اداري خونې اوپخلنځى لري.
د خوافي د تجارتي شرکت رئيس بشيراحمد خوافي په هرات کې له دولتي ادارو سره دخپلو همکاريو او مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د هرات والي محمدآصف رحيمي د دغې ودانۍ د جوړولو په خاطر دخوافي له شرکت څخه مننه او قدرداني وکړه او د دغې ودانۍ دجوړولو له امله يې د روزنتون ماشومانو ته مبارکي وويله .
دکار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي هم د زيانمنونکو کسانو دملاتړ په لاره کې د دغه وزارت دقوي ارادې ډاډ ورکړ.
ده دغه راز په نږدې راتلوونکي کې د هېواد په مرکز کې دکار دستر کنفرانس د جوړولو يادونه وکړه او د وزګارتيا بحران حل ته پاملرنه يې د دولت له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل .
دغه راز دحج او اوقافو رئيس دهرات ښار دسترجامع جومات د خدمتګارانو ټولنې او دخلکو يو تن استازي ددغې ودانۍ د جوړولو له امله دخوافي شرکت څخه مننه وکړه. پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل