په هرات کې د دوه کیلو متره سړک د پخولو چارې پیل شوې

کابل، د لړم ١٣مه، باختر
د هرات ولایت په اوومه ناحیه کې د ٢٤.٥ میلیونه افغانیو په لګښت د ٢ کیلومتره په اوږدوالي د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې د ځايي مسوولینو په شتون کې پیل شوې.
د یاد سړک د چارو د پیل په مراسمو کې د هرات ښاروال ملا نعمت‌الله حسن له مسوولینو او انجینیرانو غوښتي چې د یاد سړک کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه د قراردي شرکت له مسوول څخه غوښتي چې د یاد سړک چارې په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي.
یاد سړک په هرات کې د ١٤٠٣ کال د پراختیایي پروژو څخه دی, چې د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه پلې کېږي.
ټاکل شوې, چې د یاد سړک د رغولو چارې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته