په هرات کې د خوراکي توکو دبيو د لوړوالي رديدل
کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣ :
د خوراکي توکو د احتکارد مخنيوي کميسيون د خوراکي توکو دبيو دلوړوالي په باب ادعا ګانې بې بنسټه وبللې.
په داسې حال کې چې دهرات ښاريان ادعا لري د خوراکي توکو پلورونکي د روژې په مبارکه مياشت کې د خوراکي توکو بيې لوړې کړې دي .
د هرات ولايت مقام يوکميسيون موظف کړى دى تر څو د هرات ښار په بازارونو کې دخوراکي توکو بيې کنترول کړي .
د هرات ښاروالۍ مرستيال غلام غوث نيکبين د هرات ښار په بازارونو کې
د خوراکي توکو د بيو له څيړنې وروسته وايي يوازې د دوو قلمو خوراکي توکو لکه د بورې او اوړو بيې لوړې شوې دي او د نورو توکو بيې ثابتې او حتي کمې شوي هم دي.
دغه کميسيون چې په هغه کې د ښاروالۍ ، ولايتي شورا ،داقتصادي برخې کارپوهان ، د سوداګرۍ د خونو ،کسبګرو ، عامې روغتيا،امنيې قوماندانۍ اود ښاروالۍ د مشورتي شورا استازي شامل دي په جدي ډول د بيودلوړوالي دليلونه څيړي او دبيو دټيټوالي لپاره خپلو هڅوته دوام ورکوي.