په هرات کې د خبريالانو د ورځې په وياړ د فوټبال د سيالۍ پيل
هرات باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
د فوټبال څلور اړخيزه سيالۍ نن په هرات کې ښارکې د خبريالانو دورځې په وياړ ترسره شوه .
دغه سيالۍ دهېواد په لويديځ کې د افغانستان د ورزشي خبريالانو دفدراسيون دنمايندګۍ له خوا په هرات ولايت کې پيل شوه .
د هرات د والي مرستيال محي الدين نوري د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د ورزشکارانو او درسنيو ترمنځ په سياليو ټينګار وکړ او ويې ويل ؛ دغه سيالۍ دخبريالانو اودولتي ادارو ترمنځ د نږدې کېدو سبب کيږي .
ده دغه راز د دغه هېواد په لويديځ کې د افغانستان دورزشي خبريالانو دفدراسيون له استازي څخه هم قدرداني وکړه .
په دغو سياليو کې دخبريالانو د ولايت ادارو،پوليسو او د منتخبو دولتي ادارو څلور ټيمونه شتون لري .
ددغو سياليو په لومړيو ورځو کې د دولتي او د ولايت د منتخبې ادارې د فوټبال ټيمونه په پنالتي ګوزارونو کې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره دپايلوبې سياليو ته لاره وموندله .
د دغو سياليو پايلوبه به نن د خبريالانو په ورځ د سيمه ييزو مسوولانو په ګډون ترسره شي. پاى؛ عطاالله ذ