په هرات کې د جعل ، تزوير او دجعلي اسعارو درواجولوپه تور د دريو تنو نيول کيدل .

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
درې تنه په هرات کې دجعل ، تزوير او دجعلي اسعارو درواجولو په تور ونيول شول .
دغه کسان چې دهرات ښار اوسيدونکي دي د هرات ولايت دامنيې قوماندانۍ داستخباراتو مديريت د کارکوونکو د اوپراتيفي کار په پايله کې له څه دپاسه څلور سوه اويا زرو افغانيو جعلي نوټونواو شپږ سوه امريکايي ډالرو سره ونيول شول .
دهرات ولايت يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې ددغو کسانو دکورونو دلټونې په پايله کې درې لب تاپ کمپيوترونه ، دوه پرنترونه
يوه ديجتلي کمره ، يو ويشت سي دي ګانې ، دموټرسايکل يو پليت ، دملي اردو يو جمپر ، پنځه بانکي تعرفې ، دپاسپورت دوه عريضې او دهويت يوه تذکره هم دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ داستخباراتو مديريت د پرسونل لاس ته ورغلي دي .
مشکوک کسان دزياتو څيړنو په غرض تر څارنې لاندې دي .
ختم_ ف _ اکرم