امنیت

په هرات کې د جعلي اسعارو د رواجولو په تور د دوو تنو نيول کېدل .

کابل باختر د ثور اوومه :
دوه تنه په هرات ولايت کې د جعلي اسعارو د رواجولو په تور ونيول شول .
دغه کسان د هرات ښار د څلورمې او شپږمې  ناحيې اوسيدونکي دي چې پرون له غرمې وروسته  له نوي زرو افغانيو جعلي  نوټونو سره د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو د مديريت دکارکوونکو له خوا ونيول شول .
  د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې، له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې او تحقيقات دوام لري .
ده وويل چې، دغو کسانو په هرات ولايت کې د جعلي اثارو د رواجولو  تکل  درلود . ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته