ټولنه

په هرات کې د تقلبي د مينځلو موادو د يوه توليدي شرکت د فعاليت بندول

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ په لومړۍ امنيتي حوزې پورې اړوند د څلورم سمت د ماموريت پوليسو د تقلبي د مينځلو موادو د يوه شرکت په کشفولو بريالي شول.
په لومړۍ امنيتي حوزې پورې اړوند د څلورم سمت د ماموريت پرسونل دغه ځاى په داسې حال کې کشف کړ چې په هغه کې د مينځلو توکو چې په اصل کې د مينځلو توکي نه دي او بې کيفيته دي؛ د لوښو د مينځلو د اوبلن توکي توليدوي او په تجارتي نومونو يې په ارزانه بيه په ښاريانو پلوري .
دا په داسې حال کې ده چې د دغو تقلبي شرکتونو په فعاليت سره سوداګرو او د دغو توکو جوړونکو ته زيات تاوانونه اړولي دي.
د يادونې وړ ده چې د دغې پيښې په اړوند د پوليسو له خوا څلور تنه نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته