ټولنه

په هرات کې د ترانسپورتي ستونزو په حل کولو ټينګار وشو

کابل باختر دچنګاښ ٢٠     
د هرات د ترانسپورت رييس د دغې ادارې په بېلابېلو برخوکې د پراخو اصلاحاتو د رامنځته کولو خبر ورکوي .
د هرات ولايت د ترانسپورت رييس نجيب الله محمدي د دغه ولايت د ولايتي شورا له رييس او غړو سره په کتنه کې د ترانسپورتي حالت د سمون او ښه والي په لاره کې دخلکو د استازو د همکاريو غوښتنه وکړه .
  د هرات د ولايتي شورا رييس د دغه ولايت پر ترانسپورتي چاروکې د يولړ  نيمګړتياوو د شتون  يادونه وکړه، بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو ته  د نوبت نشتوالی، له مسافرينو سره د ناسم چلند او د زياتو پيسو اخستل يادونه يې وکړه اوپه دې برخه کې يې دترانسپورت دنوي  رييس دپاملرنې غوښتنه وکړه.
دترانسپورت رييس هم د همکارۍ ژمنه وکړه او د دغې ادارې د عوايدو د زياتوالي په لاره کې د ولايتي شورا د همکاريو غوښتنه وکړه .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته