ټولنه

په هرات کې د ترافيکي پيښو زياتوالى

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
د واټونو خرابوالى او ترافيکي مقرراتو ته نه پاملرنه  دهرات ښار په کچه  دترافيکي پيښو د زياتوالي سبب شوې ده .
ويل کيږي چې په تيرو  ٢٤ ساعتوکې  نږدې ٣٠ تنه هراتيان د ترافيکو پيښو له امله ټپيان شوي دي .
د خواجه عبدالله انصاري روغتون مسوولين وايي چې دترافيکي پيښو زياتره ټپيان   د درملنې لپاره روغتونونو ته ليږدول شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې د دغې پيښې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.
د روان کاله پيل څخه تراوسه پورې څه دپاسه ٦ زره تنه هراتيان په ترافيکو پيښو کې ټپيان شوي دي او په لسګونو تنه نور وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته