په هرات کې د بېلا بېلو سړکونو د ښکلا چارې پيل شوې
کابل، د مرغومې ۳۰ مه، باختر
د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د بېلا بېلو ناحیو سړکونو د ښکلا پروژې عملیاتي چارې پیل شوې.
د مسوولینو په خبره د هرات ښار د (۲، ۴، ۵، ۶، ۷، ۱۰، ۱۳ او ۱۴) ناحیو اړوند لویو واټونو او سړکونو د روښانولو پروژې چارې د هرات ښاروالۍ له پرمختیايي بودیجې څخه د شاوخوا ۴ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
په ورته وخت کې د هرات ښاروال ملا نعمت الله حسن حاجي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د ښاروالۍ دروازې د ټولو ښاریانو پرمخ خلاصې دي او د هرات ښار له اوسېدونکو یې وغوښتل چې له یادې ښاروالۍ سره په هره برخه کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې چارې به د قراردادي شرکت له لوري په ۱۲۰ ورځو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.