ورزش

په هرات کې د باسکتبال سيالۍ پيل شوې

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
په هرات ولايت کې دباسکتبال سيالۍ پرون په دوو لوبو سره پيل شوې.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: لومړى د هرات ولايت دکسبګرو د اتحاديې ټيم د درخشان له ټيم سره لوبه وکړه چې لوبه د دوه شپيتو په وړاندې په پنځه اويا سره هرات ولايت دکسبګرو ټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
دغه راز په دويم پړاو کې دکابل منتخب ټيم دهرات ولايت د سرخ پوشانو له ټيم سره لوبه وکړه چې په پايله کې يې د اويا په وړاندې په دوه اتياو سره دکابل دمنتخب ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
په هرات ولايت کې د باسکتبال سيالۍ په دې برخه دهغو ورزشکارانو د درناوى په مقصد چې دوو مياشتې مخکې په دغه ولايت کې شهيدان شول؛ د هرات ولايت د دريو ټيمونو او دکابل ولايت ديو ټيم ترمنځ په دغه ولايت کې د دريو ورځو لپاره پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته