په هرات کې د انسان تښتوونکو یوه حرفه یی ډله لمنځه لاړه
٤٠-هرات / د مرغومي / ۲۸ / باختر
د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله چې له کلونو کلونو راپه دې خوا د هرات په جنوبي ولسوالیو کې فعاليت درلود د امنیتي مامورانو په عملیاتو کې تثبیت او ونیول شوه.
د هرات د والي مرستیال نور احمد حیدري وایی د دغې شبکې ٥ تنه غړي چې نیول شوي دي په هرات کې د انسان تښتونې په څو پېښو کې اعتراف کړی دی.
د هرات امنیه قوماندان جنرال سلطان هم د دغې انسان تښتونکې ډلې په پېژندلو او نیولو کې د ګزرې د پولیسوله هلو ځلو قدر داني وکړه .
د ګزرې ولسوال شیر اقا سروري وایی چې د ګزرې ولسوالۍ کشفي او استخباراتي ځواکونو له یوې مودې را په دې خوا د دغو نیول شویو کسانو په تعقیب کې وو.
پای / سعیده