امنیت

په هرات کې د انسان تښتوونکو د يوه بانډ دړې وړې کيدل

 کابل باختردوږي دمياشتې ٨ نيټه :
دهرات ولايت د ملي امنيت هڅاند کار کوونکو په دغه ولايت کې د انسان تښتوونکو د يوه بانډ په منځه وړلو بريالي شول .
د دغې انسان تښتوونکې ډلې غړو شل ورځې مخکې يو ماشوم تښتولى او د هغه د خوشې کولو په بدل کې يې پنځه ديرش زره امريکايي ډالره هم ترلاسه کړي و.
د دغې ډلې پنځه تنه مهم غړي د ملي امنيت د کار کوونکو د اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې وپيژندل شول او ونيول شول.
د دغې ډلې يوه غړي د نيولو په وخت کې مقاومت وکړ چې د مقاومت په نتيجه کې ټپي شو .
هغه ماشوم چې د انسان تښتوونکوله خوا تښتول شوى و، خپلې کورنۍ ته يې وسپارل شو.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته