امنیت

په هرات کې د انرژى او اوبو په پخوانى وزير اسماعيل خان ځانمرګى بريد

کابل باختر د سلواغي څلورمه :
د انرژى او اوبو په پخواني وزير او د جمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتوکې د استاد عبدالرب رسول سياف په مرستيال اسماعيل خان ځانمرګى بريد وشو.
د را رسيدلوخبرونو له مخې: دى د باختي مهتر په جومات کې د جمعې د لمانځه  له ادا کولو وروسته خپل کور ته روان و چې ناوړه قصد وشو.
ځانمرګى يرغلګر ځان د ده د سپرلۍ د کاروان په وړاندې چولى دى.
تراوسه پورې د ده د برخليک او د پيښې د جزئياتو په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د پيښې جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته