په هرات کې د انجیل ښاروالۍ لپاره ودانۍ جوړه شوه
کابل، د کب ۲۲ مه، باختر
د هرات سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د انجیل ښاروالۍ لپاره اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د انجیل ولسوال نعمت الله رحیمي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د یادې ولسوالۍ د ښاروالۍ لپاره ادارۍ ودانۍ د ۳ میلیونه ۹۰۰ زره افغاني په لګښت جوړه شوې ده.
هغه د یادې ودانۍ د جوړولو موخه د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وبلله.
رحیمي زیاته کړه چې یادې ښاروالۍ په روان کال کې ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.