په هرات کې د افغان ځواکونو د شهيدانو او ټپيانو لسګونو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل \ د غویي16مه \ باختر
حکومت په هرات کې د شهيدانو او ټپيانو له لسګونو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه.
په دې مرسته کې د شهيدانو هرې کورنۍ ته سل زره افغانۍ او د ټپيانو کورنيو ته پنځوس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د دغو مرستو حکم د جمهوري رياست لومړي معاونيت صادر کړى دى.
د هرات د والي مرستيالې مونسه حسن زاده باختر آژانس ته وويل چې په هرات کې به د لسګونو شهيدانو او ټپيانو کورنيو ته د نغدي پيسو د ويشلو پروسه ژرپيل شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته