په هرات کې د اصلاح شویو تخمونو د کرکېلې وروستې پلټنې او کنترول پیل شو
کابل/دغبرګولي ۹/ باختر
دهرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اصلاح شویو تخمونو د کرکېلې د وروستي تفتیش له پیل څخه خبر ورکوی.
په دغه پروګرام کې د انجیل ،ګذرې ، کرخ، کشک رباط سنګي ،زنده جان ،غوریانواو د پښتون زرغون په ولسوالیو کې د دولتي او خصوصي اصلاح شویو تخمونو د تولیدوونکو۱۶ بنسټونو پورې قراردادي بزګرانو د کرکېلې څارنه تر سره کېږي .
د کروندو د وروستیو پلټنې هدف دغنمو د ناروغیو د څارنې په ګډون چې د تخم په واسطه لېږدول کېږي د ستندردونو له په پام کې نیولو سره د دغو کروندو منل او یا ردول دي.
پای شکریه