په هرات کې دکرکټ يوستر لوبغالى جوړيږي .

کابل باختر دوږي  پنځمه :
دهرات ولايت دمقاماتو له غوښتنې  وروسته ټاکل شوې ده چې دافغانستان  دکرکټ بورد ،دکرکټ يو معياري  لوبغالي او دنجونو لپاره دکرکټ يو روزنيز مرکز جوړ کړي .
دهرات ولايت مرستيال محي الدين نوري دافغانستان دکرکټ بورد له عمومي رييس لطف الله مشعل سره په کتنه کې وويل ددغه بهير دچټکتيا په خاطر همکارې ادارې مکلفې دي چې دکرکټ بورد په واک کې ځمکه ورکړي .
نوري دغه راز دهېواد دکرکټ بورد له عمومي رييس  څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې  ددغه مرکز  خپلواک نمايندګى  جوړه شي .
په همدې  حال کې دافغانستان دکرکټ بورد عمومي رييس لطف  الله مشعل   ددغه مرکز دخپلواکې نمايندګۍ  دجوړولو دژمنې تر څنګ زياته کړه دهرات ولايت په لويديځه حوزه  کې به دکرکټ دودې  په برخه کې اساسي پاملرنه وکړي او ډير ژر  به په هرات کې دښونکيتوب دروزنې دپړاونو او دکرکټ دلوبو شاهدان به يو .
همدا اوس په هرات کې کرکټ په دووبرخو کې نجونو او هلکانو فعاليت کوي چې تراوسه يې  وکولاي شول  په بېلابېلو  برخوکې په جنوب زون کې له لومړى او دويم مقام څخه لاس ته راوړنې ولري .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته