په هرات کې دکب د ٢٤ نيټې د درناوي لپاره لازمې تيارۍ نيول شوي دي

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
هرات د استکبار پرخلاف د خونړي  پاڅون  د کاليزې  دکب د٢٤ نيټې  دنمانځنې په درشل کې دى .
دکب د ٢٤ نيټې دنمانځنې په خاطر وروستۍ تيارۍ  نن د هرات دوالي  محمد آصف رحيمي   او د ولايتي او وګړني  کميسيون دمسوولينو له خوا   وڅيړل شو .
محمدآصف رحيمې په دغو مراسمو کې دبيلابيلو قشرونو  په پراخ   ګډون  او په ښيې  نمانځنې ټينګار وکړ او ويې ويل ؛ په دغو مراسمو کې به دخلکو پراخ  ګډون  ثابته کړي چې د کب ٢٤نيټه  دافغانستان په خلکو پورې مربوطه ده. دهرات والي  په پرتم سره د دغو مراسمو  له ترسره کولو سره  د مرستې په خاطر   له روحاني او جهادي شخصيتونو څخه قدرداني وکړه او دشهيدانو  دياد او خاطر په ژوندي ساتلو يې تينګار وکړ . پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته