ښوونه او روزنه

په هرات کې دکانکور آزموينه پيل شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
په هرات ولايت کې  نن دکانکور آزموينه پيل شوه .
د هرات پوهنتون  مسوولين وايي  چې په دې آزموينه کې څه ناڅه  شپاړلسو زرو تنو   داوطلبانو ګډون کړى دي  چې په سلو کې پنځوس يې نجوني دي.
دلوړو زده کړو  شپاړلس تنه مينه وال غواړي  دافغانستان دلوړو زده کړو په موسسو کې  دشموليت په خاطر  خپل بخت وآزمايي .
خو دهرات پوهنتون يوازې کولاى شي درې زره شپږ  سوه تنه داوطلبان ددغه پوهنتون   په بيلابيلو پوهنځيو کې جذب  کړي .
دهرات پوهنتون  دمحصلانو دچارو مرستيال   ډاکتر احمدغني خسروي وايي:   دکانکور دآزموينې پنځلس زره  اووه سوه تنه  داوطلبان په دريو ورځو کې دکانکور آزموينه  ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته