کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دنوامبر پنځه ويشتمه ، دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو نړيواله ورځ پرون په هرات کې ديوې غونډې په جوړولو سره ونمانځل شوه .
دغه پروګرام دجګپوړي دولتي مقاماتو ، دبشر دحقوقو دمدافعانو ، مدافع وکيلانو ، عالمانو روحانيونو ، دمدني ټولنې دغړو او دبېلابېلو قشرونو په شتون جوړ شو .
دهرات دښځو دچارو رييسې انيسې سروري وويل ( دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې زموږ دهېواد په ګوټ ګوټ کې ښځې په بېلابېلو ډولونو له تاوتريخوالي سره مخ کېږي په تېره بيا په هغو سيمو کې چې ناامنه دي . ) دهرات ولايت دټولنيزو چارو مرستيالې مونسې حسن زاده له اړوندو ادارو څخه دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دقضيو دڅېړنې غوښتنه وکړه .
هغې وويل دهرات سيمه ييزې ادارې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دکمښت په لاره کې پروګرامونه جوړ کړي دي .
په همدې اړوند په ولايتي شورا کې دخلکو استازې ميرمن سکينې حسيني ښځې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو په لاره کې دمبارزې لپاره وهڅولې او ويې ويل ښځې بايد په دې لاره کې له مبارزې څخه ډډه ونه کړي .
دغه راز دهرات دحج او اوقافو وزارت مرستيال داسلام دمبين دين له نظره په ټولنه کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دزيانونوپه باب خبرې وکړې او له ښځو سره دښه چلند چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص) چلند اوسنت دى ، سپارښتنه وکړه .
ختم_ ف _اکرم
0 1 دقیقه لوستل