په هرات کې دچاودنې مخه ونيول شوه
کابل باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
په هرات ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه
امنيتي ځواکونو نن سهار دګلران ولسوالۍ له لويې لارې څخه يو ماين کشف اوشنډکړ.
دهرات ولايت يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل ؛ طالبانو غوښتل د دغه ماين په ښخولو سره په ملکي وګړو خونړى بريد وکړي خوبريالي نه شول .
د دغه ماين دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .پاى ج ذ