په هرات کې دچاودنې له امله دوتنه ووژل شول
کابل باختر دتلې ٨
دهرات ولايت د ادرسکن ولسوال دملى پوليسو روز نيز مرکز ديو ښونکي په ګډون دوتنه نن دماين دچاودنې له امله ووژل شول.
دلويديځې حوزې دپوليسو دمطبوعاتي دفتر مسوول سمونوال عبدالروف احمدي باختر آژانس ته وويل : دغه چاودنه د ايښودل شوى ماين زيږنده وه چې د ادرسکن ولسوال امير علي دسيمې په سړک کې دپوليسو په رنجر موټر وشوه.
ده زياته کړه په دې پيښه کې د روزنيز مرکز يو ښوونکي له يو ژباړونکي سره ووژل شو او دوه تنه پوليسان ټپيان شول احمدي زياته کړه چې دغه موټر له هرات ښار څخه د ادرسکن دملي پوليسو روزنيز مرکز ته روان و او ده دغه چاودنه دطالبانو کار وباله او ويې ويل دغه پيښه په داسې حال کې وشوه چې ټاکل شوې ده د ادرسکن دملي پوليسو د روزنيز مرکز دامنيت مسووليت د ايساف له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.