امنیت

په هرات کې دپروني تروريستي پيښي عاملين ونيول شول .

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٥ :
سيمه ييزو مقاماتو  په هرات ولايت کې  دپروني تروريستي  وژونکې پيښې داصلي طراح دنيولو خبر ورکړ.
پرون  ديوې چاودنې له امله چې ويل کېږي ديوه ځانمرګي بريد زيږنده وه   دهرات ولايت  دانجيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو اته تنه سرتيري ټپيان شول.
په دغو پوځيانوکله چې ديو ماموريت په لور روان وو  ځانمرګي بريد وشو.
دهرات ولايت يوه امنيتي مقام چې ويې نه غوښتل  نوم يې افشا شي باختراژانس ته وويل چې امنيتي مامورينو درې تنه  چې ددغې وژونکې بريد اصلي طراحان وو نيولي دي .
ويل کېږي  چې نيول شوي کسان دفارياب ، بادغيس او دقندهار دولايتونو اوسيدونکې دي .
دهرات دغه امنيتي مقام وايي  چې نيول شوي کسان دطالبانوپه ډلې پوري مربوط دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته