په هرات کې دټولنيزې سوکالۍ د سازمان پرانستل

کابل باختر دوري دمياشتې لومړۍ نيټه :
د ټولنيزې سوکالۍ سازمان  نن په  هرات ښارکې پرانستل شو.
د ټولنيزې سوکالۍ د سازمان مسوول جليل احمدآخندزاده ددغه سازمان دفعاليتونو د بيانولو په ترڅ کې  د هغه دجوړولو هدف  دخلکو دټولنيزو ستونزوڅيړنه وبلله او  ويې ويل ؛ په دغه سازمان کې زموږ زياته پاملرنه  دهغه معنوي اړخ دى اوپه  ١٣٩٧ کال  کې خپل فعاليتونه  دخبرو اترواو تصميم نيونو، د بشر دحقوقو، دعدالت او مساوات دتوپير، دژوندانه دچاپيريال ساتنې دارزښت ، داداري فسادتعريفولو، دکورني حقوقو، دميراث  حق اوپه ټولنه کې دښځو دارزښتناک رول په اړوند دټولنيزو ستونزو څيړنې به دوام ورکړو.
د هرات  ولايت يوه  مقام  نصيراحمد سروري  د دغه ټولنيز سازمان دمسوولينو دنوښت قدرداني وکړه او دخلکو او ټولنې دسوکالۍ په لاره         کې  دلوړوفعاليتونو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه سيمه ييزه اداره له ټولنيزوسازمانونو اومدني بنسټونو سره همکار دى  اودپخوا په شان به  خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
په عين حال کې د عدليې رئيس رحماني او احمدطارق نبي ددغه سازمان   د جوړولو له امله  دمننې په ترڅ کې داسلام دمبين دين  له پلوه  دټولنې دسوکالۍ او آرامۍ په باب خبرې وکړې او دخلکو دټولنيزو اوسيمه ييزو ستونزو دلېرې کولو  غوښتنه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته