امنیت

په هرات کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل باختر دوري دمياشتې ٦:
د هرات ولايت دفرسي ولسوالۍ  دامنيې قوماندانۍ پوليسو ديوې چاودنې  مخه ونيوله.
يو ريموټ کنترول ماين  چې د شينډنډ _ فرسي  دعمومي سړک په تګلوري کې  په امنيتي ځواکونو دبريد په مقصد دوسله والو طالبانوله خوا ښخ کړى شوى و ، کشف اوشنډ کړاى شو.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې ددغې قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى  خو دپوليسو تحقيقات په دې باب پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته