کابل باختر دوري څلور ويشتمه په هرات ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه . امنيتي مامورانو نن سهار دهرات ولايت دادرسکن ولسوالۍ په لاره کې يو ماين کشف او شنډ کړ . دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې طالبانو غوښتل ددغه ماين په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګانى پيښه رامنځته کړي . ددغه ماين دښخولوپه اړوند څوک نه دى نيول شوى او دعاملانو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوى دي . ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ