په هرات کې ديوه سړي ترور .

کابل باختر دوږي لومړي :
يوپنځه څلويښت کلن سړى پرون دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دهرات ښار په مرکزي ساحه کې ترور شو .
په دغه سړي چې دبادغيس ولايت اصلي اوسيدونکى دى پرون دهرات ښار په عيدګاه سيمه کې ډزې وشوې .
دهرات ښار دمرکزي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي وويل چې دغه  منځ مهال سړى دمناسب روغتيايي حالت په دليل  د هرات ښار مرکزي روغتون ته دليږدونې په لاره کې سا ورکړې ده .
دهرات ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړى دشخصي دښمنيو په دليل ترور شوى دى .
ده وويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي
ديوبل خبر له مخې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې په هرات کې دترافيکي پيښو له امله څه ناڅه شل تنه ټپيان شوي دي .
دهرات ښار دمرکزي روغتون وياند وايي چې ددغو پيښو دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى او همدا اوس تردرملنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته