امنیت

په هرات کې ديوه حرفوي ماين ښخوونکي وژل کيدل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ :
دهرات ولايت په کشک کهنه ولسوالۍ کې  يو حرفوي ماين ښخوونکى د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شو.
دغه ماينونه  د افغانستان د خلکو د دښمنانو له  خوا د هرات ولايت دکشک کهنه ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې  په د ولتي وسايطو دبريد په خاطر   ځاى پرځاى کړاى شوي و، کشف اوشنډکړاى شول.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باخترآژانس ته وويل ؛ ملااسماعيل چې  دماين ښخولو لارې چارې يې په بهر کې زده کړې وې   پرون  کله چې د هرات ولايت دکشک کهنه ولسوالۍ په يوه واټ کې د ماين په  ښخولو  بوخت و ، دماين دچاودنې له امله ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې دملي اردو ځواکونه  هم د ګزمې په  بهيرکې د دريو  ښخ کړاى شويو ماينونو په کشفولو  بريالي شول
دغه ماينونه  د کشک کهنه ولسوالۍ د آنتن دپوستې  په لاره کې ځاى پرځاى کړاى شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته