په هرات کې دوژنې او انسان تښتونې په تور ددريو تنو نيول کيدل

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
درې تنه  دهرات ولايت  په غوريانو ولسوالۍ کې دوژنې  او انسان تښتونې په تور ونيول شول.
په دغو کسانو  چې دغوريانو ولسوالۍ اوسيدونکي دي   تور لګول شوى دى چې څو ورځې مخکې يې دقربان په نامه  دغوريانو يو اوسيدونکى تښتولى و.
دهرات ولايت وياند  عبدالرووف احمدي دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې دغو دريو تنو دانسان تښتونې او وژنې په لسګونو پيښو کې په ګډون اعتراف  کړى دى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې  په هرات کې دپوليسو  مامورينو يو سړى ديوه ماشوم دتښتونې په تور ونيوه.
په نيول شوي سړي تور لګول شوى دى چې  يو ماشوم يې تښتولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته