کابل باختر دوري يو ويشتمه
په هرات ولايت کې دوه ځوانې نجونې دناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره ووژ ل شوې .
دغه نجونې چې ويل کيږي په خپلو کې خويندي وي د شپي له خوا دګذرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دناپيژندل شويو کسانو له خوا په ډزو سره وژلې شوې دي .
تراوسه پورې ددغي پيښې انګيزه معلومه نه ده خو سيمه ئيز مسوولين وايي چي ښايي شخصي ستونزې ددغې پيښې زيږنده وې .
هرات دپوليسو ويندوي نور خان نيکزاد باختر اژانس ته وويل چي ددغي پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره يي پلټني پيل کړي دي .