په هرات کې دوه تنه شوکماران د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول
کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۹ مه
دوه تنه وسله وال شوکماران د هرات ولايت د پوليسو له خوا ووژل شول او يو تن بل يې ونيول شو.
دغو غلو د هرات _ غور په تګلوري کې د وسلې په زور په غلا او شوکمارى لاس پورې کاوه چې د اوبې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا وځپل شول.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل چې دوه تنه غله له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول او يو تن يې ونيول شو .
ده وويل چې دغه غله له زياتې مودې راپدېخوا د هرات د امنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې وو.
ختم_ ج _ اکرم