په هرات کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول شول
کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
دوه تنه په هرات ولايت کې د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول شول.
دغه کسان له يوولسو پوريو بېلابېلونشه يي توکو سره د هرات ښار د شپږمې ناحيې په ساحه کې ونيول شول .
د هرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل چې نيول شوي کسان د هرات ښار د شپږمې ناحيې په شاوخوا کې يې روږدوکسانو ته نشه يي توکي پلورل .
نيول شوي کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې په روږدو کسانو د نشه يي توکو د پلورنې په سلګونو موارد اعتراف کړى دى .
ختم_ شکريه _ اکرم