په هرات کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

 کابل/ د وري٩ مه / باختر

د هرات امنيتي منسوبینو دوه تنه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پلور او قاچاقو په تور نیولي دي.

د هرات يوې امنيتې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې دغو قاچاق وړونکو غوښتل دغه نشه يي توکي يو نامعلوم ځاى ته وليږدوي چې د هرات ښارد امنيتي ځواکونو د پلټنې په پوسته  کې ونيول شول.

د خبرځاى د څرګندونوله مخې له نيول شويو کسانو څخه ٥ کيلو ګرامه  نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.

د يوبل خبرله مخې: د هرات امنيتي منسوبانو پرون يو تن د هرات ولايت د اوولسمې    امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه د وسله والو غلاو په تور ونيوه.

له نيول شوي کس څخه يوه تومانچه او يوه اندازه نغدې پېسې هم ترلاسه شوي دي.

پېښه تر څيړنې لاندې ده.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته