په هرات کې دوه تفريحي او ورزشي ساحې جوړېږي .

کابل باختر د سلواغې څليرويشتمه :
ټاکل شوې ده  په نږدې راتلونکې  کې په هرات ښار کې  دوه سترې تفريخي  او ورزشي ساحې جوړې شي .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ،  هرات ولايت ته دښار جوړولو وزارت او دبدنې او روزنې دملي ادارې دهيئتونو له سفر سره جوخت ددغو  ساحو دجوړولو ځايونه تثبيت شول .
دهېواد دښار جوړلو وزارت سرپرست  جواد پيکار او دبدنې روزنې او ورزش رييس حفيظ  الله ولي  رحيمي دهرات له والي عبدالقيوم رحيمي  سره په کتنه کې  ددغو مرکزونو دجوړولو موخه دورزشي  فعاليتونو دمناسبې زمينې برابرول او دهېوادوالواو کورنيو دتفريح په خاطر  دخوندي اماکنو  جوړول اعلام کړل .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته