په هرات کې دوروستي تروريستي بريد قرباني عبدالجبار بچيان له دولت څخه ډوډۍ غواړي .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
په هرات ښار کې وروستي راکټي بريد يوه کورنۍ دغم په ټغر کښينوله چې دټولنې ډير زيانمن قشر دى .
دپوهنتون دلومړي کال محصل عبدالجبار چې نوى دکانکور دازموينې له لارې دخپلې خوښې په څانګه کې جذب شوى و او هيله يې لرله چې زده کړه وکړي او ځان او خپلو بچيانو ته ځلانده راتونکى جوړ کړي له بده مرغه په دې پيښه کې شهيد شو .
عبدالجبار هغه ځوان و چې دورځني سخت او شاقه کار تر څنګ دعلم له زده کړې او تحصيل څخه هم فارغ نه و ، دورځې او شپې له خوا يې له حلالې لارې خپلو بچيانو ته روزي پيدا کوله او دورځې له خوا يې داستاد لوست ته ناست و او ددې هېواد په ځلاندو راتلوونکو يې هيله لرله .
دغه ځوان شهيد شو او درې بچيان يې پريښودل چې بې کسه او يواځې شول له ځوريدلې او کړيدلې مور سره .
دهرات والي محمد اصف رحيمي پرون يو هيئت ددغه شهيد کورته واستاوه او دهغه پاتې کسانو ته يې يوه اندازه نغدي مرسته ورسوله .
دهرات ولايت مالي او اداري رييس محمد نعيم بهير ددغه ولايت دمقام دمشرتابه هيئت د ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب ددغه شهيد کورنۍ ته ورسول او ډاډ يې ورکړ چې دامکان تر پولې پورې دده دماشومانو سرپرستي کيږي .
ددغه شهيد ماشومان او پاتې کسانو له خلکو او دولتي مسوولينو څخه غواړي چې ددوى ملاتړ وکړي .
دوى وايي چې نور ډوډۍ راړونکې نه لري او له دولت څخه غواړي چې مرسته ورسره وشي .