ټولنه

په هرات کې دوروستيو وچکاليو له امله له زيانمنو شويو کسانو سره په ملاتړ ټينګار .

کابل باختر د سلواغې دولسمه : دهرات والي دوروستيو وچکاليو له امله له زيانمنو شويو کسانو سره دملاتړ په لاره کې دنړيوالو موسسو دجدي همکارى غوښتنه وکړه . دهرات والي عبدالقيوم رحيمي چې پرون يې په افغانستان کې د خوړو دنړيوال سازمان له رييس او ملګري هيئت سره يې وکتل دوروستيو وچکاليو له امله په په دغه ولايت کې بزګرانو اومالدارانو ته داوښتو تاوانونوکچه ډيره پراخه وبلله او له زيانمنو شويو کسانو سره دمرستې په لاره کې يې دنړيوالو موسسو دزياتو همکاريو غوښتنه وکړه دهرات ولايت دکرنې اوبو لګولو اومالدارى رياست دمسوولانو دڅرګندونوله مخې، وچکالى ددغه ولايت دکشک رباط سنګي ، کشک کهنه او دګلران دولسواليو ټولې للمي ځمکې له منځه وړي دي دغه مسوولان په دې برخه کې دنړيوالو موسسو همکارى ته اړتيا ډيره جدي بولي . دهرات ولايت دکرنې اوبولګولو اومالدارى د رييس عبدالصبور رحماني دڅرګندونوله مخې، دهرات ولايت د شمال دولسواليو مالدارانو زيات تاونونه زغملي دي او آن خپل څه دپاسه اتيا سلنه څاروې يې ښار ته لېږدولي او پلورلې دي چې له دې پلوه د مالدارى برخې جدي زيانونه ليدلي دي وچکالۍ دهرات ولايت دکهسان ، زنده جان ، غوريانو، ادرسکن او دشيندنډ په ولسواليو کې دکرکيلې په حالت باندې جدي منفي اغيزې کړي دي . په افغانستان کې دنړۍ دخوړو سازمان رييس هم دهرات ولايت له بېلابېلو برخو سره ددغه نړيوال سازمان دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته