په هرات کې دهندوستان دخپلواکۍ دکاليزې نمانځنه

کابل باختر دزمري ٢٦: دهندوستان دخپلواکۍ دوه اويايمه کاليزه تيره شپه په هرات کې د هندوستان دجنرال قونسلګرى له خوا ونمانځل شوه . دهرات والي محمد اصف رحيمي په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوي و په کابل کې پرونۍ تروريستي بريد په کلکه وغانده او ويې ويل تروريستانو په هغو بيګناه تنکيو ځوانانو په بريد سره چې په زده کړې بوخت وو دافغانستان له خلکو سره خپله دښمني ثابته کړه . محمد اصف رحيمي دسلمابند او د بنسټيزو پروژو دجوړولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې دهندوستان همکاري وستايله او هندوستان يې ددوست هېواد په توګه ياد کړ . دهرات والي دافغانستان او هندوستان ترمنځ داقتصادي اوفرهنګي همکاريو دلازياتې پراختيا غوښتنه وکړه دغه راز په هرات کې دهندوستان جنرال قونسل د هرات دسيمه ئيزې ادارې دمسوولانو دهمکارى له امله قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ چې هېوادبه يې دافغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړ وي . هغه هم په هېواد کې مرګاني تروريستي بريدونه په کلکه وغندل او له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې يې دخپل هېواد دقوي ارادې ډاډ ورکړ . په دغو مراسمو کې ددولتي مقاماتو په ګډون سربيره يوشمير روحاني او مخورو شخصيتونو دخلکو استازو اوښځو هم برخه لرله . ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته