امنیت

په هرات کې دنشه يي توکو دساتنې او پلورنې په تور ددوو تنو نيول کيدل

کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
دوه تنه په هرات کې دپوليسو له خوا دنشه يي توکو دساتنې  او پلورنې  په تور ونيول شول .
له دغو کسانو څخه يوه اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي .
دهرات پوليس وايي چې تورن کسان دکندز ولايت  اوسيدونکي دي چې دنشه يي توکوپه پلورنې يې لاس پورې کاوه .
له دې سره جوخت يوسړۍ په خپل کور کې دنشه يي  توکو د پلورنې او دنشه يي توکو دکارولو په مقصد  داوږدو کسانو دراټولولو په تور دپوليسو له خوا ونيول شو.
نيول شوى سړۍ  غلام محبوب  نوميږي  او دهرات ښار  دشپږمې  ناحيې اوسيدونکى دى او له هيروئين ډوله  نشه يي توکو سره ونيول شو او همدا اوس تر پوښتنې لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته