په هرات کې دنجونو دخياباني مزاحمتونو په تور ديو پوليس نيول کېدل
کابل- باختر د تلې ٩
په هرات ولايت کې دپوليسو يو افسر دځوانو نجونو د مزاحمت په تور ونيول شو.
دغه پوليس پرون کله چې په هرات ښارکې ديوې ځوانې نجلۍ په مزاحمت بوخت و، دپوليسو له خوا ونيول شو.
دهرات ولايت دپوليسو مسوول جنرال سيد عبدالغفار سيدزاده دلنډغرو او فاسدو کسانو له شتون څخه د پوليسو دقعطاتو په پاکولو باندې په ټينګار سره باختر آژانس ته وويل: تورن دشپږمې امنيتي حوزې دسمت د ماموريت سر تېرى دى چې ديوې ځوانې نجلۍ د تعقيبولو او مزاحمت په وخت کې وپيژندل شو او ونيول شو.
جنرال سيد زاده وايي: که څه هم له لنډغرو او فاسدو کسانو څخه دپوليسو دقعطاتو پاکول وخت غواړي، خو حتمي دى.
يوه مياشت مخکې هم ددغه ماموريت دوه تنه نور ددغه ماموريت دوه تنه نورپوليسان داخلاقي مفاسدو په تور دپوليسو دځواکونو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول.