امنیت

په هرات کې دملي پيوستون څلور تنه کارکوونکي دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شول .

کابل باختر د وږي  څلورمه :
دملي پيوستون څلور تنه  کارکوونکي پرون دانسان تښتوونکو له خوا دهرات دګذرې ولسوالۍ دپشت کوه په کلي کې تښتول شوي و .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف  احمدي باختراژانس ته وويل دملي پيوستون دغه څلور تنه کارکوونکي نن دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې دانسان تښتوونکو له منګولو  څخه ازاد شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل، انسان تښتوونکو دملي پيوستون  دپروګرام ددغو څلورو تنو  کارکوونکو دخوشي کيدو  په مقابل کې  پيسې غوښتې  وو خو له معاملې پرته دامنيتي ځواکونوله خوا ازاد شول .
احمدي وويل : ددغو څلورو تنوکارکوونکو دخوشي کيدو دعملياتو په بهير کې يو انسان تښتوونکي ټپي او په هغوى پورې اړوند يوموټرسايکل  دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته