ټولنه

په هرات کې دمسافر وړونکي ترمينل په مسوولانو دموټرلرونکو نيوکه .

کابل باختر د وري ديرشمه :
په هرات ولايت کې دموټرو يوشمير خاوندانو ځواکمنو  کسانو ته دمسافر وړونکي ترمينل دمسووليت دسپارلو غوښتنه وکړه .
دموټرو دغه خاوندان چې پرون مازيګر  يې دهرات له والي محمد اصف رحيمي سره دبهزاد نګارستان په تالار کې وکتل وايي  دغه مسافر وړونکي ترمينل ددرې سوه جريبه ځمکې په ساحه کې جوړشوى دى او موټر لرونکو ته يې  زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي .
دهرات والي هم دليږدونو په لاره کې  دموټرلرونکو داغيزمنو فعاليتونو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې ددغه ترمينل  برخليک به له قانون سره سم دداوطلب  له لارې وټاکل شي
دغه مسافروړونکى ترمينل  چې دهرات ښار په لويديځ  کې موقعيت لري دلويديځ زون يو ډير ستر  ترانسپورتي  مرکز دى  چې پنځلس کاله مخکې  دترانسپورت  درياست له خوا په دې ساحه کې جوړ شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته